کویټ په خپل هيواد کي میشتو افغانانو ته اسانتياوي برابروي

Ko
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کويټ حکومت چارواکو افغان سفير ته ډاډ ورکړى، چې په دې هېواد کې د ميتشو افغانانو ستونزې به هوارې کړي.
په کويټ کې د افغانستان سفير الحاج منګل حسين وايي، چې په دې هېواد کې مېشت افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې چې کله هر کال اقامه نوې کوي، نو د ګوتو نښې ( فنګرپرنټ) ترې اخلي، چې دغه کار افغانان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
کله چې افغانان د اقامې په نوې کولو او ګوتو لګولو کې ځنډ وکړي؛ نو بيا نه يواځې جريمه کېږي، بلکې نورې ستونزې هم ورته جوړېږي.
د نوموړي په وينا، دغه راز د کويت حکومت افغانانو ته د کار او کورنۍ ويزې هم نه ورکوي.
د افغانستان سفير وايي، چې د کويټ د لومړي وزير مرستيال او د کورنيو چارو وزير الشيخ خالد الجراح ورته بشپړ ډاډ ورکړ، چې د يادو ستونزو د هواري لپاره به د خپل حکومت اړوندو ادارو ته لازمې سپارښنې او لارښوونې وکړي، څو د افغانانو دا ستونزې هوارې شي.

۳۴۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه