کندهار : يو پوليس په غلچکي بريد کي وژل سوی او يو بل ټپی دی

Policce 2
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار ښار کي غلچکي بریدګرو يو پوليس وواژه او يو بل يي ټپي کړ .
پيښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د څوارلسمي حوزې اړوند د کندهار ښار د عیدګاه دروازې په سيمه کي بريښنا کوټ پله ته نژدې هغه وخت رامنځ ته سوه ، کله چي ناپيژاندو بریدګرو پر پوليسو ډزي وکړې .
يوه باوري امنتي سرچينه وايې ، چي د دې بريد له امله يو پوليس وژل سوی او یو پل ټپي سوی دی .
د وژل سوي پوليس جسد او ټپي پوليس دا مهال دواړه په میرویس روغتون کي دي .
چارواکي په دې اړه رسمي معلومات نه ورکوي

۱۳۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه