مرستيال والي خصوصي ښوونځيو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

Hana
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار وزځياڼه :
د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د نيال اکاډمۍ او مقدس ايمان وړکتون د ۴ دورې په فراغتغونډه کي خصوصي ښوونځيو ته د مرستي ډاډ ورکړ.
په دې فراغتغونډه کي چي نن ماځيګر په يوه خصوصي سالون کي جوړه سوې وه، د مرستيال والي تر څنګ د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون، د ښاري ښوونځيو آمر طاهر ايوبي، استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
ښاغلي منيب د ماشومانو په تعليم او تربيه کي د نيال اکاډمۍ هڅي وستايلې او پر والدينو يې ږغ وکړ چي په اولادونو زدکړه وکړي. هغه ژمنه وکړه چي له خصوصي ښوونځيو سره به همکاري کوي او د تعليمي پراختيا لپاره به هيڅ ډول مرسته ونه درېغوي. نوموړي د پوهني رياست وروستۍ هڅي وستايلې او ويې ويل چي د ښوونيز بهیر لپاره به لا هڅي وکړي.
د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وويل چي سږ کال يې له ۴۷ ښوونځيو څخه ۲۲ بيا فعال کړي، ۱۵۴زره زدکوونکو ته يې قرطاسيه توزېع کړې او د ځينو ښوونځيو د بنسټ ډبره يې ايښې ده. هغه د پوهنيز بهير د تقويې ژمنه يو وار بيا تازه کړه.
د نيال اکاډمۍ مسئول نثار احمد آزاد وويل چي د وړکتون په ۴ دوره کي يې ۲۹ ماشومان فارغ کړل چي له اول ټولګي څخه به زدکړي پيل کړي. هغه له ولايت مقام او پوهني رياست څخه ځانګړې مننه وکړه چي له دوی سره يې همکاري کړې ده.
د غونډي په پای کي د مرستيال والي له خوا ښاري آمر، د نيال اکاډمۍ مسئولينو او معلمينو ته ستاينليکونه ورکول سول.

۱۸۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه