ولسي جرګې پر کرېډټ کارټونو د مالیې اخیستل لغوه کړل

Woo
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغانستان ولسي جرګې د ټليفونونو د کرېډټ کارټونو لس فیصده مالیه چې له مصرف کوونکو څخه اخیستل کېدله رد کړه.
ولسي جرګه وايي، د کرېډټ کارټونو مصرف کوونکي مکلف نه دي چې په دې برخه کې د خپل لګښت لس فیصده مالیه ورکړي.
د یادې جرګې غړیو د چهارشنبې په ورځ د دوی په عمومي غونډه کې وویل، حکومت او په تېره د مخابراتو وزارت نه دی توانېدلی چې په وروستیو شااوخوا دوو کلونو کې، د یو منظم برېښنا يي سیسټم له لارې د کرېډټ کارټونو د مصرف کوونکو کره لګښت معلوم کړي.
دوی ویل، دغه مالیه د مخابراتي شبکو د اسنادو پرمټ دولت ته ورکول کېږي چې شفافیت په کې نه دی لیدل شوی.
د جرګې د مخابراتو او مواصلاتو او نورو کمېسیونونو د غړیو له دلایلو وروسته، پر موضوع رایې ګیري وشوه او د جرګې د دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي چې په دغه ورځ يې د جرګې مشري کول له خوا د رایو نتیجه داسې اعلان شوه:

“څوک چې د محصول له لغوې سره موافق وي شین کارټ او څوک چې مخالف وي، سور کارټ دې پورته کړي د رایو په اکثریت محصول لغوه شو.”

د ټلیفونونو د کرېډټ کارټونو له لګښت څخه د لس فیصده مالیې د اخیستلو پرېکړه په ۱۳۹۴لمریزکال کې د حکومت لخوا وشوه، خو د ولسي جرګې غړیو له هماغې نېټې راهیسې دغې مسئلې ته د شک په نظر کتلي او ویلي دي چې د حکومت د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د کموالي له امله ناممکنه ده چې له مخابراتي شبکو څخه شفافه مالیه د دولت بودجې ته ورسېږي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون رئیس قیس حسن چې دغه موضوع یې له څو میاشتو راهیسې څارلې وویل، د مخابراتو وزارت چې د دغې مالیې د روڼتیا په اړه له دوی سره کومې ژمنې کړي‎، هغه یې نه دي عملي کړي او باور لري چې د افغانستان د خلکو دغه لس فیصده مالیه په بشپړه توګه، د دولت بودجې ته نه رسېږي.
د ده په خبره د مخابراتي محصولاتو د قانون په دویمه او شپږمه ماده کې راغلي د مخابراتو وزات به د کرېډټ کارټونو د مصرف کوونکو لپاره په شپږو میاشتو کې برېښنایي بلینګ سیسټم جوړوي خو تراوسه هم دغه کار نه دی شوی.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې شااوخوا ۲۴ میلیونه موباییل ټلیفونونه کارېږي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسي جرګه د قوانینو د تصویبولو، ردولو او په کې د بدلونونو د راوستلو صلاحیت لري.
د دغې جرګې د معلوماتو له مخې د کرېډټ کارټونو د لس فیصده محصول د ردولو موضوع به جمهوري ریاست ته وړاندې شي او وبه لیدل شي چې په هکله یې څه پرېکړه کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې څلور خصوصي او یوه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت کوي.

۳۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه