په افغانستان کي د امریکا سفیر هلمند ولایت ته سفر وکړ

US
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړی شارزدافېر سفير هوګو لارِنس نن هلمند ولايت ته ولاړ او هلته یې د ولایتي او سیمه ایزو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو میشتو سرتیرو سره لېدنې کتنې وکړې.
د لیدنو کتنو په ترڅ کې، سفير لارِنس د امریکا د متحده ايالاتو او افغانستان د اوسني مشارکت په اړه او د ولايتي امنيت، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې او اقتصادي انکشاف څخه د امريکا د متحده ايالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
سفير لارِنس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “د امريکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو تر څنګ خپل اوږه په اوږه درېدو ته دوام ورکوي، مونږ د ټيکاو لرونکي، خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان څخه ملاتړ کوو چې سولې، سوکالۍ او پرځان بسياینې ته د رسیدو لپاره خپلو ژمنو باندې ولاړ دی او بنسټ پالو ته پټنځي نه برابروي.”
د سفر څخه د مخه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه، سفير لارِنس د هلمند والی حیات الله حیات سره وکتل. دواړو لورو د یو ټیکاو لرونکي، سوله ایز او سوکاله ولایت لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

۵۳۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه