مرستیال والي: په پوهنیز بهیر کې د چا زور او فشار نه سو منلای

Hana
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار کې د پوهنیز بهیر سره د ولسي ګډون او همکارۍ غونډه ترسره سوه. یاده غونډه چي د کندهار د پوهنې ریاست د شهید محمد انور خان د غونډو په تالار کې جوړه سوې وه؛ د کندهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا غړي سید احمد سېلاب او یو شمېر نورو استادانو، مشرانو، سپین ږیرو او زده کونکو ګډون کړی وو.
مرستیال والي غونډي ته په خپله وینا کې وویل، چي په پوهنیز بهیر کې د ستونزو د را کمولو لپاره د ټولو اداراتو ترمنځ هماهنګي په کار ده. ښاغلي منیب زیاته کړه، چي د کندهار پوهنیز بهیر په وروستیو کې لاسته راوړني لري، خو دا بسنه نه کوي او لا زیات کار ته اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ چي ولایتي اداره په پوهنیز بهیر کې د چا زور او فشار نه سي منلای او دا مهال د پوهنې ریاست سره په ګډه د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا او په پوهنیز بهیر کې د فساد د مخنیوي لپاره په یوې جامع سټراټیژۍ کار کوي.
د کندهار د پوهنې رئیس عبدالقادر پیوستون بیا په خپلو خبرو کې وویل، چي په پوهنیز بهیر کې د خلګو همکاري زیاته ده، ولي لا زیات کار ته ضرورت سته. هغه په کورنیو ږغ وکړ، چي د خپلو نارینه اولادونو تر څنګ خپلو ښځینه اولادونو ته هم د زده کړي کولو چانس ورکړي.
په غونډه کې د ولایتي شورا غړي حاجي سید احمد سېلاب د پوهنې په اهمیت، د علماوو شورا رئیس د د دین له اړخه د پوهنې پر اړتیا او مدني فعال سمیع غیرتمل بیا په پوهنیز سیسټم کې د یو لړ موجودو ستونزو په حل رڼا واچول.

۲۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه