په پکتیکا کې د لاس وینځلې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

FB_IMG_1508057381032
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه
د پکتیکا ولایت د پوهنې په ریاست کې د لاس وینځلو نړیواله ورځ د خاصو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د دغو مراسمو په نمانځغونډه کې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د پوهنې سرپرست رئیس، د عامې روغتیا او حج او قافو رئیسانو، مخورو مشرانو، سلګونو شاګردانو او اوستادانو برخه لرله.
د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي وویل: خپل لاسونه مو باید هره ورځ په پاکو اوبو او صابون سره و وینځۍ ځکه پاکوالی له یوه لوري د روغتیا ضمانت کوي او له بله پلوه د ډیری مرضونو مخه نیسي.
فضلي د یونیسیف له نړیوالې موسسې مننه وکړه چې تل یې د ماشومانو په سمه روزنه کې برخه اخیستې او په مختلفو برخو کې یې پروګرامونه دایر کړي دي.
نوموړي دغه راز له یادې موسسې څخه وغوښتل چې د ماشومانو د سمې روزنې په برخه کې دي خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او د پکتیکا ولسونو ته دي په مختلفو ولسوالیو کې په مختلفو برخو کې پروګرامونه دایر کړي.
وروسته د پوهنې، روغتیا، حج اوقافو رئیسانو او د دغه ولایت د والیدینو د شورا مشر حاجي باد شا خان شرنوال د دغې ورځې په ارزښت له ټولو اړخونو خبرې وکړې او له ولسونو یې وغوښتل چې دا ورځ دي هره ورځ په پام کې ونیول شي.
دوی وویل دا یوه ارزښتناکه او مهمه ورځ ده د دې ورځې په مناسبت باید په ټولو ولسوالیو کې غونډې جوړې شي تر څو یې ولسونه په ارزښت خبر او د ساري ویورسي مرضونو مخه نیول شوې وي

۱۲۲ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه