د عامي روغتیا وزارت پلاوي له مرستیال والي سره ولیدل

Hanaaaaaaaaaa
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د عامي روغتیا وزارت هغه پلاوي، چي د کندهار په عینو ښار ګوټي کې د جوړیدونکي ۳۵۰ بستریز روغتون د چارو د ارزوني په موخه کندهار ته راغلي ول؛ د کندهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي سید احمد سیلاب او د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال هم ګډن درلودی. یاد پلاوي د مرستیال والي سره په خپلو خبرو کې وویل، چي د روغتون ترمیماتي چاري ښې تکمیل سوي او د کیفیت یې هم ښه دی. هغو د یاد روغتون عمده ستونزه د بریښنا نه شتون وبلل او په یاده برخه کې د ولایتي ادارې د همکارۍ غوښتونکي سول.
مرستیال والي کندهار ته د دوی د راتګ او د ۳۵۰ بستریز روغتون د رغولو له چارو څخه له نژدې لیدنه نیک ګام وبلی او ستاینه یې وکړه. هغه د یاد روغتون د بریښنایي منبع د پیدا کولو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چي خپل ټول امکانات به ورسره شریک کړي. ښاغلي منیب دا راز یادونه وکړه چي د روغتون د ترمیماتي چارو تر اختتام وروسته په کار ده، چي د تجهیزاتو او تشکیلاتو د پیدا کولو او منظورولو لپاره ټول په ځانګړي هماهنګۍ سره کار وکړي.
د ولایتي شورا غړي حاجي سید احمد سیلاب بیا کندهار ته د ورکړل سوي صحي پرسونل په تشکیل خبري وکړې، هغه یې د کندهار او حوزې نفوس ته په کتو خورا لږ وبلی، او د پلاوي څخه یې د ډیریدو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی سو.

۲۷۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه