کندهار : په معروف ولسوالۍ کي درني جګړې پيل شوي دي

Khak
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار په معروف ولسوالۍ کي ۲۵ تنه وسله والو طالبان وژل سوي دي
د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء درانی وایي چي تیره شپه او نن سهار د دې ولسوالۍ په دانګ سیمه کي هوایي بریدونه سوي دي چي په پایله کي یې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دی او دوه عرادې موټرونه یې ویجاړ سوي.
هغه وایي طالبانو معروف ولسوالۍ نده نیولې او غواړي له دې لاري منفي تبلیغات وکړي.
نوموړی زیاتوي چي تیره ورځ وسله والو په یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چي په ځواب کي یې دوی هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.
خو طالبانو رسنیو ته په لیږل سوي پیغام کي ادعا کړې ده چي معروف ولسوالي یې سقوط کړې ده ۱۳ تنه سرحدي پولیس یې ژوندي نیولي او ۸ تنه یې وژلي دي
خو د کندهار د امنیې قوماندان هلته په جګړه کي یوازي د څلورو تنو پولیسو وژل کیدل تاییدوي.
د کندهار د ولايتي شورا غړی جانان ګلزی هم د ولسوالۍ د سقوط خبره کوي خو د کندهار چارواکي يي ردوي .
سيمه ایز اوسيدونکي وايي چي هلته د تيرو دوو ورځو راهيسي درني جګړي رواني دي او حکومت د ولسوالۍ مرکز هم له اصلي ځای نه بل ځای ته ليږدولی دی .

۴۱۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه