اکرم خپلواک ته د هلمندي ولس سرخلاصی لیک

KHAP
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
هلمند د هيواد د نورو سيمو په شان د ميړاني ، ننګ ، کلتور ، شملې او احترام کور دی ، نه يوازي چي هلمند د تاریخ په اوږدو د هيواد د سرنوشت په برخه کي رغنده رول لوبولی دی بلکه تر هري سيمي ډيري قربانۍ يي ورکړي دي او لا يی ورکوي .
دا اوس وینو چي هلمند د جګړې په اور کي سوځي او تر نيمايي زياتي سيمي او ولسوالۍ يي د طالبانو په ولکه کي دي خو د ملي يووالي حکومت د دې پر ځای چي حالت کابو کړي او خپل مسووليت وپيژني د ولايتونو دپاره داسي چارواکي ګماري چي په شلو چټليو لړلي او توطيه سازان دي .
ښاغلی خپلواک تا چي د هلمند دپاره کوم مرستيال سردار محمد همدرد ټاکلی دی نه يوازي عقدوي چلند کوي بلکه د دندي او وظيفې مهارت او وړتيا هم نه لري .
ستاسو سره که رشتيا د وطن او خلکو غم دی نو د هيواد هري سيمي ته چي هلمند يي هم مهمه برخه ده وړ او په دندو پوه کسان واستوه .
هر کال زرګونه وړ او پوه ځوانان په هيواد او بهر کي له لوړو زده کړو نه فارغيږي خو به دې بشري منابعو څخه هيڅ راز ګټه نه پورته کوی .
ښاغلی خپلواک !!!!
که تاسو د دې بې څايه ګمارونو او مداخلو پر ځای د وطن د پرمختګ ، امنيت او حکومتدارۍ پر طرحو کار وکی نه يوازي چي کار او خدمت به مو کړی وي بلکه خلک او ټولنه به مو هم د پرمختګ لوري ته بيولی وی .
معترض هيوادوال د دولت خواخوږي خلك دي او د دوی د د فداكاري او وفاداري په نتيجه كي هلمند كي نسبي امنيت برقراره دی او كه د دوی قانوني غوښتنو ته معقول، د قبول وړاو پر خپل وخت جواب و نه ويل سي، خداي م كړه د هلمند پر امنيتي حالات منفي او نه جبرانيدونكي اثرات درلودلاي سي.
په درنښت
د هلمند ولس

۵۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه