د چابهار له لارې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري پيل شوه

هند د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دمرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه را ولېږله. په دغه مراسمو کې چې په همدې مناسب جوړ شوي وو
هند د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دمرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه را ولېږله. په دغه مراسمو کې چې په همدې مناسب جوړ شوي وو
ليکوال Ahmed Lodin

هند د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دمرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه را ولېږله. په دغه مراسمو کې چې په همدې مناسب جوړ شوي وو، د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږدمهاله ژمنې پر بنسټ په مهمو بنسټیزو پروژو کې مرسته کوي او نني لېږل کېدونکي غنم افغانانو ته د هند ډالۍ ده. د چابهار بندر له لارې د افغانستان او هند د سوداګرۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه. سوشما سوارج ویلي، چې افغانستان او هندوستان د سوداګرۍ او اتصال ډېرې لرغونې اړیکې لري خو د چابهار له لارې د سوداګرۍ له پرانیستو سره به دغه اړیکې نورې هم نږدې او پياوړې شي. د سوارج په خبره هند له افغانستان سره د ظرفیت جوړونې، بیا رغونې او امنیت په برخه کې بنسټیز مرستو ته ژمن دی او افغانستان په سیمه کې یو ښه ملګری بولي. صلاح الدین رباني هم د افغانستان په استازیتوب د هند او افغانستان تر منځ د چابهار له لارې د سوداګرۍ د پيل هر کلی کړی دی او هغه یې یو نیک ګام بللی دی. هندي چارواکو ویلي له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم به په شپږ پړاوونو کې د ایران له چابهاره افغانستان ته لېږدول کېږي.

۳۹۲ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه