د تورو پیسو د ناقانونه ليږد په تور نيول سوي کسان رسنيو ته وښودل سول .

Jin
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار امنيه قوماندانۍ په کندهار هوايي ډګر کي د تورو پیسو د ناقانانو ليږد اړوند موضوع روښانه او په دې تور يي نيول سوي کسان رسنيو ته وښودل .
يوه اونۍ مخکي د کندهار په هوايي ډګر کي پنځه نيم ميليونه ريال او شپیته زره ډالر چي په الوتکي کي دوبۍ ته ليږل کيدل ونيول سول .
پوليسو د دې پیسو د ليږد په تور د هوايي ډګر امنتي مسوول ماما عبيدالله ، د پیسو مالک محمدعيسی او څلور نور کسان نيولي دي چي نن يي رسنيو ته وښودل .
د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير ولي محمد عسکر رسنيو ته وويل ، چي نيول سويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او پوره يو کال کيږي چي دوی دا لړۍ جاري ساتلي وه .
ښاغلي عسکر وويل چي موضوع يي عدليي او قضايي ارګانونو ته ليږلي ده .
خپله نيول سويو کسانو هم په دې اړه اعتراف وکړ او نيول سوي پيسي يي هم رسنيو ته وښودلې .

۱۶۰ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه