کندهار د تخته پل امنيه قوماندان مخالفینو ته د وسلو ورکولو په تور ونيول سو

Nazir
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار امنتي مسوولين خبر ورکوي ، چي د دې ولايت د تخته پل ولسوالۍ امنيه قومانان دوهم څارن نذیر رسولي يي وسله والو طالبانو ته د وسلو ورکولو په تور نيولی دی .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير ولي محمد عسکر رسنيو ته وويل ، چي نوموړي زرګونه فيره د وسلو مرمۍ او يو ميل وسله د يادي ولسوالۍ په یوه سيمه کي پټ کړي چي طالبانو ته يي د تسليمۍ پر مهال لاس په لاس ونيول سو .
ښاغلي عسکر وويل چي نوموړی تر پوښتنو لاندي دی او ډير ژر به د قانون منګولو ته وسپارل سي .

۶۰۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه