د افغان جګړې د ښکېلو خواوو ۹۵ سلنه وسله وال، ځوانان دي

Tali
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په افغانستان کې په ښکېلو خواوو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ځوانانو ته اوړي. د رسنیو د معلوماتو له مخې په ښکېلو اړخونو کې د جګړې ۹۵ انساني قوه ځوانان دي. په دې ډله کې تر ډېره د ۱۶ او ۳۵ کلونو تر منځ کسان شامل دي. د ملګرو ملتونو راپور بیا وايي، چې په افغان جګړه کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله هم ځوانانو ته اوړي. د سرچینې په وینا یوازې په تېر کال کې له ښکېلو اړخونو نږدې ۳۰زره کسان وژل شوي دي، چې ډېره برخه یې ځوانان دي. روان میلادي کال بیا تر دې دمه یوازې له افغان ځواکونو ۲۵۰۰ کسان وژل شوي چې په دې کې هم ستره برخه ځوانان تشکیلوي. ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې دې د ستونزې د حل چارې تر ډېره ځوانانو ته وسپارل شي او دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې د یو بل خبرې واورې او د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

۲۷۱ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه