د ولايت مقام مرستيال: د پولیو په وړاندي مبارزه د ټولني د ټولو غړو دنده ده

23319027_1562444793820905_2751977783037956869_n
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
دا خبره د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي آغا لالي دستګیري په کندهار کې د پولیو په وړاندي د مبارزې د واکسیناسیون کمپاین د پیل په مراسیمو کې د رسنیو سره وکړه.
ښاغلي دستګیري وويل چي د پولیو ساري ناروغي زموږ د اولادونو روښانه راتلونکي ته ګواښ دی او باید په محوه کولو او له منځه وړلو کې یې والدین، دیني علماء، متنفذین، د نظر خاوندان او د ټولني نور وګړي په ګډه کار وکړي.
د کتلوي معافیت آمر عبدالرشید الکوزي بیا په خپلو خبرو کې وویل چي د دې کمپاین به ترڅ کې به په کندهار ښار او دوولسو ولسوالیو کې (۴۰۰۰۰۰) ماشومانو ته واکسین تطبیق سي. نوموړي د خلګو کمه همکاري او د عامه پوهاوي د کچي کموالی د واکسیناسیون د کمپاین پر مهال اساسي ستونزي وبللې او په وینا یې چي په دې برخه کې دوی خپل ټول امکانات په کار اچولي دي، خو د دیني علماوو، متنفذینو او روڼ اندو يې د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

۲۲۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه