زابل : طالبانو يو عکس د يوه بل کس د قتل په جرم اعدام کړ

Tal
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د زابل څخه را رسيدلي راپورونه وايي ، چي وسله والو طالبانو د دې ولايت په شاجوۍ ولسوالۍ کي يو تن عام اوسيدونکي د يوه بل عام وګړي د قتل په جرم په عام محضر کي اعدام کړ .
د زابل د شاه جوۍ ولسوال وزیرمحمد جوادی وایی چي طالبانو د نعمت الله په نوم دغه کس د تيره ورځ د دې ولسوالی د شوبار په سیمه کې په عام محضر کي اعدام کړی .
ولسوال وايي پر اعدام شوي کس د طالبانو له لوري تور وو چې تیر کال یې یو بل ملکي کس وژلی و چې وروسته طالبانو نیولی و او پرون یی اعدام کړ .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

۶۸ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه