د امريکا سفارت پر شمشاد تلويزيون بريد وغانده .

Amrica
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت پر شمشاد راډيو ټلويزيون بريد وغانده .
پر شمشاد تلويزيون نن لس نيمي بجي دوو وسله والو بريدګرو چي د پوليسو جامې يي په تن وې بريد وکړ او لمړی يې د تلويزيون د لمړۍ دروازې پر ساتونکو چاودنه وکړ او تر بريد څو شيبې وروسته د ځانګړو افغان ځواکونو سرتيري سيمي ته ورسيدل چي نښته ونښتل او پوره درې ساعته يې دوام وکړ .
د بريد پر مهال د شمشاد تلويزيون دوه ګارډان شهيدان سوه او شل نور ټپيان سول ، چي زخمونه يي سطحي دي .
د بريد مسووليت د داعش وسله والي ډلې په غاړه واخيست .
په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت دا پيښه غندلې او تروريستي عمل یي بللی دی ، د دې سفارت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي ، چي دا ډول بريدونو د بيان پر ازادۍ او بشريت دواړو بريدونه دي ، اعلاميه وايي چي دا ډول بريدونه به د رسنيو او خلکو مرال نه کړي کمزوری .

۲۰۰ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه