پر شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون باندي د بريد د غندني مطبوعاتي اعلاميه !

888
ليکوال Ahmed Lodin

پر شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون باندي د بريد د غندني مطبوعاتي اعلاميه !

د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز KJC

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چي وسله والو بريدګرو نن د لوی افغانستان يوه لويه رسنۍ شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون په نښه کړ او پر هغه يي وسله وال بريد وکړ .
په خواشينۍ سره چي په دې بريد کي د شمشاد دوه کارکوونکي شهيدان سوي او شل نور ټپيان دي ، چي شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلي شفا غوښتنه کوو.
د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز KJC دا ډول بريدونه د بيان پر ازادۍ بريد بولي او د وطن دښمنان کوښښ کوي چي دلته د ولس پر خوله پښه کښيږدې .
شمشاد د رسنيو قانون ته يوه ژمنه رسنۍ ده او ټول وخت يي د دېن ، ملي ګټو او خلکو دپاره ناتړلي خپروني کړي او دلته يې د افغان ولس ږغ تر هره ځايه رسولی دی.
دا پر رسنيو لمړۍ بريد نه دی او په تير څوارلسو کلنو کي لسګونه خبريالان شهيدان سوي ، ګواښل سوي او رسنۍ تهديد سوي دي .
د کندهار خبريالان د جګړې پر ښکيلو ډلو ږغ کوي چي رسنۍ تر خپلو هدفونو لاندي را نه ولي ، ځکه چي رسنۍ او خبريالان په هيڅ چا پسي نه دي تړلي او د هري ډلې خبرونه او راپورونه خپروي .
په هيواد کي د دايمي سولې په هيله
د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز

۵۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه