کندهار : خبريالانو پر شمشاد بريد وغانده

IMG_1000_2
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار کي خبريالانو پر شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون باندي د تيري ورځي بريد وغانده او د دې ادارې د مسوولينو سره يي د خواخوږۍ غونډه وکړه .
غونډه په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې ، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز ، د نی د سيمه ايز دفتر او پريس کلب له لوري رابلل شوې وه ، چي نړيوالو ، ملي او محلي خبريالانو ګډون پکښي کړی وو .
د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې سيمه ايز مشر او د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز ريس احمد لودين شمشاد ملي ګټو او د خلکو حقونو او پرمختګ ته ژمنه رسنۍ وبلل او پر دې اداره يي بريد د بيان پر ازادۍ او د خلکو پر ږغ بريد وباله .
نوموړي د جنوب د ټولو خبريالانو په استازيتوب د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د مشرتابه او کارکوونکو سره خواخوږي وښودل او د دوی جګ مرال يي وستايه .
لودين پر حکومت ږغ وکړ چي د رسنيو او خبريالانو د امنيت ساتني دپاره شته شعار په عمل بدل کړي او په دې برخه کي خپل رسالت او مسووليت ادا کړي .
به جنوب کي د ازادو رسنيو د ملاتړ د ادارې ( نی ) سيمه ايز مشر عبدالسميع غيرتمل وروستيو پيښو ته په کتو سره د هيواد د رسنيو او خبريالانو حالت انديښمن وباله او حکومت يي متوجه کړه چي د امنيت ساتني ته يي پوره او جدي تدابير ونيسي.
غيرتمل رسنۍ د خلکو اواز وباله او پر رسنيو يي بريد د خلکو پر ږغ بريد وباله .
د کندهار پريس کلب مسوول جاويد تنوير هم د شمشاد څخه پوره ملاتړ وښود او پر شمشاد بريد يي د بيان پر ازادۍ بريد وباله ، تنوير له حکومته وغوښتل چي د رسنيو د ادارو او خبريالانو د ساتني دپاره ټول امکانات په کار واچوي .
پر شمشاد تلويزيون بريد تيره ورځ وشو ، چي پر مهال يې يو تن کارکوونکی شهيد او شل نور ټپيان شول ، دا بريد د هيواد او سيمي په کچه په پراخه کچه غندل شوی او ګڼ غبرګونونه يي پارولي دي .

۵۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه