د کندهار امنيه قوماندانۍ بسم الله وطندوست خوشي کړ

Wata
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار کي د شيبه راډيو خبريال بسم الله وطندونست چي شاوخوا لس ورځي مخکي د يوه فیسبوکي پوسټ پر سر پوليسو نيولی وو ، نن خوشي او د خپلي کورنۍ سره يو ځای سو .
پوليسو ويل چي نوموړي د يوه نيول سوي تورن کس په ملاتړ داسي پوسټونه کول ، چي له امله يي د پولیسو معنويت ته زيان رسيدی او د ښمن ترې استفاده کول .
په جنوب کي د افغان خبريالانو د خوندیتوب کميټې ، د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز ، د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نی ) او ګڼو نورو بنسټونو له هم هغه شيبې موضوع تر جدي بررسۍ لاندي ونيول او د موضوع د وضاحت په اړه يې له امنيه قوماندانۍ څخه غوښتني کولي چي بالاخره هغوی وضاحت هم ورکړ
د نوموړي د خوشي کيدو په موضوع کي د کندهار ولايت مقام ، امنيه قوماندانۍ ، د کورنيو چارو وزارت او ټولو خبريالانو هڅي د قدر وړ دي .
بسم الله وطندوست نن سهار مهال خوشي او خپلي کورنۍ ته ورسيد .
موږ له ټولو دولتي چارواکو څخه غواړو چي د داسي موضوعاتو د پيښيدو په اړه کميټه او د خبریالانو مرکز په جريان کي واچوي او مخکي له دې چي موضوع تر توقيفه او نورو کيسو ورسيږي موږ يي حل کړو .

۵۷۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه