د هند په مرسته په کندهار کي د کرکټ لوبغالۍ جوړ او ګټي اخستني ته چمتو دی

Picture6pg
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
شاوخوا يو نيم کال مخکي په کندهار کي د يوه معياري کرکټ لوبغالي د جوړيد چاري پيل سوې .
د کرکټ دغه لوبغالۍ د دوست هيواد هندوستان د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت په ۴۰ جریبه مځکه کي جوړ سوی چي د کندهار په اقتصاد کي به کي مهم رول ولري.
دا په کندهار کې لومړی، خو د افغانستان په کچه درېیم معیاري لوبغالی دی .
په کندهار کې د کرېکټ ادارې مشر مسعود رحماني وایي، د لوبغالي بنسټ د راتلونکي پر مختیایې پلان په نظر کې نیولو سره اېښودل سوی دی.
د لوبغالي په یوه خوا کې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای په پام کې نیول سوی
ښاغلي رحماني تمه ښيي چې پر دغه لوبغالي به هر کال د افغانستان د کرېکټ بورډ ا دارې له خوا پرمختیایې پروژې پلي سي.
د کرکټ د دې لوبغالي د جوړيد چاري د ۲۰۱۶ کال د اپريل په مياشت کي د کندهار د ځايي چارواکو او د هند د سفير له لوري پيل سوي وې .
د هند سفیر مانیفریټ وهرا د پيل په دې مراسمو کي وویل چي د کرکت دغه لوبغالۍ به په راتلونکو څو کلنو کي د نړیوالو لوبو کوربه وي چي دا به د افغان لوبغاړو په پرمختګ کي هم مهم رول ولري.
د نوموړی په خبره په راتلونکو څو کلنو کي به دغه لوبغالی ته نور هم پراختیا ورکړي او د کرکت په برخه کي به له افغان لوبغاړو سره مرستي وکړي.
په کندهار کي د نوي لوبغالي له جوړېدو سره سم په دغه ولایت کې د کرېکټ د لسو غوره لوبډلو تر منځ سیالۍ هم پیل سوې دي.
د کرېکټ بورډ چارواکي وایې ، دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډله به د یوه کلب په څیر د زون په کچه له نورو ولایتونو سره سیالۍ ترسره کړي .
که څه هم په کندهار د کرېکټ لوبي سره مینه بې سارې ده، خو په دغه ولایت کي لا هم د دغه لوبي د زده کړې اکاډمۍ او روزونکي نه شته.

۳۵۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه