د امریکا متحدوایالتونو د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس د افغانستان سره مخه ښه وکړه

Arg
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام په افغانستان کې د امریکا متحدوایالتونو د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد لومړۍ مېرمن، یو شمېر دولتي مقاماتو او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود، لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د امریکا متحدو ایالتونو د شارژدافیر ښاغلي هوګو لارنس ته د غازي میرمسجدي خان د مډال د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
وروسته جمهوررئیس غني د افغانستان او امریکا د دوستانه اړیکو د ټینګولو او پراخولو په برخه کې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژافیر هوګو لارنس د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په درناوي نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د ښاغلي لارنس د ماموریت پر مهال د هغه د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ نوموړي ته په راتلونکو دندو کې د لابریالیتوب هیله وکړه.
هغه د دې ترڅنګ چې د نوموړي هڅې یې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د اړیکو نوی بنسټ وباله وې ویل، دا هڅې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتېژۍ په اړه ارزښتناکه وې.
ښاغلي هوګو لارنس په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د دندې ترسره کول او د جمهوررئیس غني سره کار کول زما لپاره ویاړ وو.
ښاغلي لارنس د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په برخه کې د جمهوررئیس هڅې وستایلې وې ویل، افغانستان او امریکا ښه شریکان وو او ښې اړیکې لري.
نوموړي یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل له افغانستان سره د امریکا ژمنې اوږدمهاله دي.

۳۶۱ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه