امریکا خپلو افغان کارکوونکو ته ۳۵۰۰ نورې وېزې هم ورکوي

Visa
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د امریکا د کلنۍ دفاعي بودجې هغو افغانانو ته د نورو ٣٥٠٠ ویزو ورکول تایید کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده. د امریکایي چارواکو په وینا، افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ د ځانګړې ویزې دوام په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت لپاره مهم دی. د نیو همشیر ایالت دموکراتې سناتورې جین شهین، چې افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د ورکولو ملاتړې ده، د ٣٥٠٠ نویو ویزو پر ورکړې هوکړه ستایلې او هیله یې څرگنده کړې چې دا ویزې په راتلونکې کې هم دوام پیدا کړي او لا ډېرې شي. ددغو وېزو له لارې زرګونه افغانان امریکا ته تللي دي چې دا لړۍ لا هم دوام لري او په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې زرګونه هغو کسانو خپل غوښتنلیکونه امریکا ته سپارلي، چې دلته یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

۴۳۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه