په افغانستان کې د قاضیانو ژوند له خطر سره مخ دی

Qaza
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د افغانستان د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد د لویو جرمونو د استناف د محکمې رئیسه وایي چې ددې محکمې د قاضیانو او اداري کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ دی. انیسه رسولي وايي، چې په تیرو میاشتو کې د افغانستان د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد د جرمونو د استناف محکمې څلور تنه کشفي پولیس د نامعلومو کسانو له لورې وژل شوي دي او ددې محکمې د نورو قاضیانو او کارکوونکو پر وړاندې جدي گواښ موجود دی. ددې محکمې رئیسه د محکمې د قاضیانو او کارکوونکو پر وړاندې د گواښ زیاتوالی ددې ادارې د موثرو فعالیتونو له امله بولي. د نوموړې په وینا په دغه محکمه کې تر ډېره حکومتي چارواکي محکمه کېږي، نو ځکه دوی ته خنډونه هم ډېر جوړېږي. مېرمن رسولي وايي، تر دې دمه شاوخوا ۵۰ لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي دي چې په هغوی کې پوځي جنرالان والیان، د وزارتونو مرستیالان او ښاروالان شامل دي. نوموړې له حکومت وغوښتل چې ددغه محکمې د قاضیانو د امنیت لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

۲۷۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه