په کندهار کي ترافيکي پيښي پنځوسو تنو ته مرک ژوبله واړول

abd
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار کي د ۳۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کيدو له امله پنځه تنه ووژل سوه او دوه څلويښت نور ټپيان سول .
پيښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کندهار ښار لويديځ لوري ته د شاه اغا د دوراهي په سيمه کي د يوه د ۳۰۴ موټر د چپه کيدو له امله رامنځ ته سوه .
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وايي ، چي په دې پيښه کي پنځه تنه وژل سوي او ۴۲ نور ټپيان دي چي څوارلس تنه يي اوس هم په روغتون بستر دي او هغه نور چي ټبونه يي ژور نه وه له روغتون نه رخصت سوي دي .
محمدالله خان وايي ، چي موټر د احمدشاابدالي بس ترانسپورټ اړوند دى او تر اوسه يي د چپه کيدو لامل نه دی څرګند .
نوموړی په دې اړه د بررسۍ خبر ورکوي .

۹۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه