کندهار : پوليسو پر معروف ولسوالۍ د درانه بريد مخه نيولې ده .

طالبان 17 نظامي افغان را اعدام كرد
طالبان 17 نظامي افغان را اعدام كرد
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
تر لاسه سوي راپورنه وايي چي پوليسو د کندهار پر ليري پرته ولسوالۍ معروف باندي د درانه بريد مخه نيولي او هغه وسله وال يي وژلي چي غوښتل يي د ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ .
د کندهار د امنیه قومندانی ویاند ضیا درانی وایي چي تيره شپه دريو تنو وسله والو چي په وسلو او د چاوديدونکو توکو په واسکټونو سمبال وه او له ځانه سره يې د پوليسو هاموې ټانک چي په چاوديدونکو توکو بار وو درلود غوښتل چي د ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړي چي د پوليسو له لوري وپيژندل سوه او د دې بريد مخه ونيول سوه .
درانی وایي چي درې وسله وال د پوليسو له لوري ووژل سوه او تر لاسه سوی هاموې ټانک وروسته د پوليسو د انجينري ټيم له لوري خنثی سو .
خو يو شمير سرچيني بيا وايي ، طالبانو دا بريد کړی چي پر مهال يي يو پوليس وژل سوی او درې نور ټپيان دي .
سرچيني د درنې جګړې خبر هم ورکوي او وايي چي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي

۴۸۳ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه