په زابل کي ترافيکي پيښو شلو تنو ته مرګ ژوبله واړول

Zab
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په سويلي ولايت زابل کي د دوو ترافيکي پيښو له امله تر شلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
لمړۍ ترافيکي پيښه نن د کندهار ــــ کابل پر لويه لاره د مرکز زابل اړوند د جلدک په سيمه کي د پوليسو د هاموې ټانک او د ټيلر موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده چي پر مهال يې شپږ پوليس ټپیان سوي دي .
او دويمه ترافيکي پيښه د دې ولايت د شاجوۍ ولسوالۍ اړوند د هزاره تک په سيمه کي د ۳۰۴ ډوله موټر د چپه کيدو له امله رامنځ ته سوې ده چي پر مهال يې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د زابل د امنيت امر علام جيلاني فراهي د دواړو پيښو پخلی کوی او وايي چي د پيښو په اړه بررسي روانه ده ، نوموړی د دواړو پيښو لامل د موټرچلوونکي بيغوري بولي .

۴۱۹ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه