کندهار : ۴۰ طالبان او ۲۲ پوليس وژل سوي دي

Mai
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار په دوو ولسواليو کي تيره شپه ډيره شديده جګړه سوې ده چي پر مهال يي په زيات شمير طالبانو او پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
جګړه د کندهار په ژړۍ او ميوند ولسواليو کي تيره شپه هغه وخت ونښتل کله چي تر سلو زياتو طالبانو د دې دواړو ولسواليو پر پنځلسو امنتي پوستو ډله ايز وسله وال بريدونه وکړه .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايي چي د دې جګړې پر مهال ۴۰ طالبان او ۲۲ پوليس وژل سوي او ۳۵ طالبان او ۱۵ پوليس ټپيان سوي دي .
نوموړی وايي چي د طالبانو مړي د جګړې په ډګر پاتي سوي دي او زيات شمير وسلې هم د امنتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د دراني په وينا چي د طالبانو سره يوه عراده رنجر موټر هم وو چي پوليسو ترې نيولی دی .
وسله وال طالبان هم د دې جګړې پخلی کوي او وايي چي تر څلويښت زیات پوليس يي وژلي او ۱۳ عرادې موټرونه او ګڼي وسلې هم د دوی د جنګياليو لاس ته ورغلي دي .
طالبانو خپل لوري ته د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويلي .

۵۳۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه