پاکستان له پرون راهیسې پر کونړ ۳۴۰ توغندي توغولي دي

Pak
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي. د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ويلي چې دا توغندي له پرون راهيسې ددې ولايت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي. هغه زياته کړه چې د توغنديو په دې بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه يې اړولي دي. امنيه قوماندان وايي، يواځې له شلطن ولسوالۍ څخه ٤٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي، دغه راز له نورو ولسواليو څخه هم ځينو کورنيو خپل کورونه پرېښودلي دي. د يادونې ده چې پرون هم پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ١٨٤ توغندي توغولي وو چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى و.

۲۹۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه