د چین ولسمشر د ایران او عراق ولسمشرانو ته د ډاډګېرنې پیغامونه استولي

Chin2
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
چین ولسمشر په جلا جلا پیغامونو کې د ایران او عراق ولسمشرانو ته د یکشنبې ورځې د سختې زلزلې له کبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده او د چین د خلکو په استازیتوب یې د ډاډ ګېرنې مراتب ورته وړاندې کړي دي. شي جېنګ پینګ ویلي، هیله لرم، چې دواړه هېوادونه به وکړای شي له دغه طبعي پېښې سره مبارزه وکړي، اړمنو او زیانمنو شویو کسانو ته پر وخت مرستې ورسوي. د یکشنبې په ورځ د عراق او ایران تر منځ په پوله کې قوي زلزله وشوه، چې سلګونه کسان یې ووژل او د اوو زرو په شاوخوا کې یې نور ټپیان کړل. را پورونه وایي، چې نن هم د ایران او عراق ترمنځ په پوله کې د رېختر په کچه ۵،۴ درجې زلزله شوې ده، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

۲۲۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه