افغانستان آماراتو ته ستره ماتې ورکړه

19
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د ۱۹ کلنو ځوانانو په آسيايي جام کې، چې په مالیزیا کې ترسره کیږي، افغانستان متحده عربي آماراتو ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه آماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. لوبه د اورښت له کبله ۲۰ اورونو ته را ټیټه سوې وه، افغانستان په ټاکلو۲۰ اورونو کې متحده عربي آمارتو لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لورې تر ټولو زیاتې ۱۰۵ نا سوځېدلې منډې درویش رسولي وکړې. د آماراتو لوبډله ټاکلي هدف ته ونه رسیده او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹۰ منډو په جوړولو او۹ لوبغاړو سوځېدلو سره افغانستان ته لوبه د ۱۳۴ منډو په ستر توپیر وبایلله. د افغانستان له لوري، نوین الحق، مجیب ځدراڼ، طارق ستانکزي او وفادار مومند دوه دوه وېکټې واخیستې.
درویش رسولي چې یوازې په ۳۸ توپونو ۱۰۵ نا سوځېدلې منډې یې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.
افغانستان د دغې لوبې په ګټلو سره په (B) ګروپ کې تر پاکستان، سریلانکا او متحده عربي آماراتو مخکې او لومړۍ مقام خپل کړ. افغانستان به د جمعې په ورځ د ۱۹ کلنو آسیایي جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې له نیپال سره ولوبېږي.

۱۵۶ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه