۳۴ ښاروالانو او مرکزي پلاوي د کندهار ښاروالۍ روان کارونه وستايل

IMG_1158
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
په کندهار کي د هيواد د ۳۴ ولايتونو د ښاروالانو په ګډون د ښاروالانو ملي کنفرانس جوړ سو .
د دې کنفرانس د جوړيدو موخه د ښاروالانو تر منځ د نوښتونو شريکول ، ملي همږغي او د ښارونو په اړه يو له بل سره د ښارواليو د روانو کارونو په اړه معلومات شريکول وه .
د سيمه ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښاروالۍ د برخي مرستيال عبدالباقي پوپل د کندهار ښار روان پرمختيايي کارونه وستايل او په دې برخه کي يي د ښاروالۍ سره د ښاريانو د همکارۍ يادونه وکړه ، نوموړي ښار د ټولو کور وباله او د ساتني دپاره يي هر ښاري مکلف وباله .
ښاغلي پوپل ژمنه وکړه چي د کندهار ښار د پراختيا او لا رغوني دپاره به مرکز نور امکانات هم پيدا کړي .
د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا او کندهار ښاروال روښان ولسمل ټولو ښاروالانو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار دپآره يې د مرکزي ادارې د همکارۍ ستاينه وکړه ، دواړو وويل چي د نوري پراختيا او ښاري ښکلا دپاره ورته نور پلانونه هم لري او هڅه کوي چي کندهار ښار د هيواد په کچه يوه نمونه وګرځوي .
په دې وروستيو کي په کندهار ښار کي زيات نوښتونه رامنځ ته سوي دي چي د ښار ښکلا ته يي بله بڼه ورکړې ده ، د کندهار ښاريان په دې برخه کي د ښاروال روښان ولسمل کارونه ستايي .

۳۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه