ولسمشر غني: له پاکستان سره د سولې لپاره اړین ګامونه پورته شوي دي

Ghnnnn
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
ولسمشر غني وايي له پاکستان سره د سولې په برخه کې اړین ګامونه پورته شوي دي. ولسمشر د زابل ولايت له مشرانو او استازو سره په کتنه کې وويل چې له پاکستان سره بايد سوله وشي او ددې لپاره لازم ګامونه پورته شوي دي.
له زابل راغليو مشرانو وويل چې د دې ولايت له خاک افغان ولسوالۍ يې د داعشيانو په ګډون ټول وسله وال ايستلي او هڅه کوي چې د سولې او امنيت تامينولو دا لړۍ لومړی ټول زابل او بيا افغانستان ته وغځوي. ولسمشر له خاک افغان د ترهګرو د شړلو او د سولې د تامين په برخه کې د زابل د مشرانو هڅې بېسارې وبللې او زياته يې کړه، موږ غواړو د زابل د مشرانو سوله ايز اقدام او پيغام ټول افغانستان ته ورسېږي او هغوی ته په ډاګه شي، کوم کار چې ولسونه او مشران کولي شي، هغه موثر او عملي دی. ولسمشر په دغه لیدنه کې زابل ته د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

۱۵۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه