زابل : په عدليي رياست دوه تنه په ډزو ووژل سوه

Afg
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د زابل د پولیسو يوه مسول د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کي دوه کسان ددې له امله وژلي، چي له ده سره يې حقوقي دعوه درلوده.
دغه پېښه نن غرمه هغه مهال وسوه، چي کله، چي درې کسان د زابل په عدليې ریاست کي ناست وه.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال کندهار ورځپاڼي ته وویل، چي برید کوونکی په کابل کي د زابل د پولیسو استازی دی او په وزارت کي د زابل د پولیسو اړوند چاري مخته وړي.
دده په وینا، نن غرمه يې د مېزاني ولسوالۍ هغه دوه کسان وژلی او یو بل يې ټپي کړی، چي له ده سره يې حقوقي دعوده درلوده.
ويل کېږي، چي برید کوونکی تښتېدلی.

۴۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه