د افغان استخباراتي ځواکونو د تجهیز لپاره ۵،۱۲ میلیون ډالره ځانګړي شوي

zwa
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
نتاګون د افغان استخباراتي ځواکونو د تجهیز په موخه د ۵،۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت نوی تړون لاسلیک کړی. د امریکا له دفاع وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغان استخباراتي ځواکونو د پیاوړي کولو او تجهیز په موخه یې د «انتی‌گریټډ مایکرو ویف» تکنالوژۍ له کمپنۍ سره د ۵،۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت نوی تړون لاسلیک کړی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې سره به افغان استخباراتي ځواکونه نور هم پیاوړي شي او پرمختللي وسایل یې په واک کې ورکول کېږي. ټاکل شوې ده دغه تجهیزات تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان استخباراتي ځواکونو ته وسپارل شي.

۳۹ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه