په شينډنډ کې ٧٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي

Tal
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٧٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي چې دا مرګ ژوبله د (عزم خالد ٢) عملياتو په ترڅ کې چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د شينډنډ ولسوالۍ په سرايک، مير حيدر، ده على بيک، ده نو، ده پهلوان او عزيز اباد کلو کې اوښتې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا عمليات د عامه نظم، سرحدي او ملي پوليسو، ملي اردو ، د پوليسو ځانګړې قطعې او ملي امنيت له لوري پيل شوي وو.
جيلاني زياته کړه چې ١٢ شکمن کسان د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې ګډو امنيتي ځواکونو د دښمن څلور سراچه موټر، دوه هاموي ټانکونه، دوې رينجرې او يو فولډر هم په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو کې زيرکوه اړوندو ساحو د دښمن شپږ مرکزونه هم په بشپړ ډول ويجاړې شوې او له منځه تللې دي.
شينډنډ د هرات له نا امنو ولسواليو څخه ده چې د طالبانو يو مهم مرکز هم په کې دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

۶۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه