قومانداني : په ميوند کي ديرش وسله وال وژل سوي دي .

Amal
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار امنتي چارواکي خبر ورکوي ، چي پر ميوند ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو تر ډليزو بريدونو وروسته د لومړي ځل لپاره افغان مځکني او هوائي ځواکونه په دې ولسوالۍ کي د وسله والو پر ضد دځپلونکو عملياتو د ترسره کولو خبر ورکوي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانی وایي، د هوائي ځواکونو، ملي اردو، پوليسو او عامه نظم پوليسو تيره ورځ د ميوند ولسوالۍ د کلا ښامير او جګروم په سيمو کي د وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات ترسره کړي، چي په پايله کي يې ۳۰ وسله وال وژل سوي دي او ګڼ مهمات او نقليه وساېط يې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
هلال وایي، د ميوند ولسوالۍ د (سنګ بر) په سیمه کي هم تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چي پنځه وسله وال پکښي ژوندي نيول سوي دي.
د پوليسو د ویاند په خبره په دې عملياتو کي ځانګړو ځواکونو او ملکي خلګو ته زيان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په ميوند ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو د عملياتو په تړاو تبصره نه ده کړې.

۶۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه