په ارزګان کي د طالب قوماندان په ګډون لس وسله وال وژل سوي دي

Talibbbbbb
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په یوه مرکز برید کړی چي په پایله کښي یې د یوه طالب قومندان په ګډون لس وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان اسدالله چي په اکا مشهور دی وایې، چي تېره ورځ د یادي ولسوالۍ لویدیځ ته پرته نیازو سیمه کي پولیسو د ترلاسه سوو مالوماتو په اساس د وسله والو طالبانو په یوه مرکز برید کړی چي په پایله کښي یې د یوه طالب قومندان نصیر احمد په ګډون ۱۰ وسله وال وژلي او د هغوی یو رنجر موټر یې هم له منځه وړی.
قومندان وايي اوسمهال دوی وسله وال طالبان پلټي او مرکزونه یې له منځه وړي چي په خبره یې دا کار د ولسوالی د امنیتي ساحې پراخولو په موخه کوي.
چوره ولسوالی کي دا مهال تر پخوا امنیت ښه سوی خو د لارو بندیدو له مله یې خلک د خوراکي توکو د نشت سره مخ دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

۱۳۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه