د خبريالانو جرګه ګۍ په کندهار کي د محلي رسنيو د څار لړۍ پيلوي

Picture1
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو او خبريالانو څخه د دفاع د بنسټونو په مرسته د هغو محلي رسنيو د څار لړۍ پيلوي چي په ځينو خپرونو کي ستونزي دي .
دا پريکړه نن د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبريالانو د جرګه ګۍ پر مهال وسوه .
د جرګګيو دا لړۍ د دوو کلنو راهيسي دريدلې وه او نن يي بيا په فعاليت پيل وکړ .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست رييس فضل الباري بريالي وويل ، چي د جرګه ګۍ دنده د هغو رسنيو د اداري او نشراتي ستونزو حلول دي چي ځيني وختونه داسي خپروني کوي چي زموږ د ټولني او کلتور سره سر نه خوري .
د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين په دې برخه کي د رياست سره د همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو محلي رسنيو د مسوولينو څخه يي غوښتنه وکړه چي د ټولني د کلتور ، اخلاقو او رواجونو مطابق خپروني وکړي او د خپلو کارکوونکو د حقونو د ساتني دپاره خپلي اداري چاري هم منظمي کړي.
په کندهار کي د نی سيمه ايز دفتر مشر سميع غيرتمل او د پريس کلب مسوول جاويد تنوير هم پر معياري او کلتوري خپرونو ټينګار وکړ ، هغوی وويل چي رسنۍ د دې مهال د ذهنونو روښانوونکي دي نو اړينه ده چي له لاري سالم او اصلاح کوونکي پروګرامونه نشر سي .
په جرګه ګۍ کي د دوو محلي راډيوګانو د مسوولينو او کارکوونکو تر منځ راپورته سوي ستونزي هم حل سوي .
په وروستيو کي يوه پلاوی وټاکل سو چي د ټاکل سوي مهالويش له مخي به د ټولو رسنيو د خپرونو او اداري چارو څخه پر وخت څار او کتنه کوي .
د يادوني وړ ده چي دا جرګه ګۍ د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشري فعاليت کوي چي د کندهار د از ادو خبريالانو مرکز ، پريس کلب ، د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره ( نی )او لس تنه خبريالان يي غړيتوب لري .

۴۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه