په سوریه کې د جګړو له پیله تر دې دمه ۳۴۰ زره کسان وژل شوي دي

Sooria
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه :
د سوريې د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې دې هېواد کې د نا امنیو او جنګونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۴۰ زره کسان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان ویلي، د ۲۰۱۱ کال له مارچ را وروسته کله چې په دې هېواد کې کورینو جګړو زور واخیست ۳۴۰ زره کسان وژل شوي چې ۱۰۲ زره یې ملکیان دي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په سوریه کې د کورنیو جګړو د قربانیانو له ډلې ۱۹ زره یې ماشومان او ۱۲ زره یې ښځې دي. دغه سازمان د کورنیو جګړو د ښکیلو غاړو د تلفاتو شمیر ۱۶۲ زره ښودلی، چې له هغې ډلې ۱۱۹ زره یې د سوریې دولتي سرتیري او ۶۲ زره یې د سوریې حکومت مخالف وسله وال دي.

۳۳ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه