د باسیکل ځغلونې افغان روزنکی حارث حکیمي هېواد ته راستون سو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه (۷ ليندۍ ٩٦): د باسیکل ځغلونې افغان روزنکی حارث حکیمي په هند کې د بایسکل ځغلونې په نړیوال کورس کې له ګډون وروسته، هېواد ته راستون سو.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس صادق صادقي نن سه شنبه رسنيو ته وویل چې په دغه کورس کې د بېلابېلو اسیايي هېوادونو څه باندې ۳۶ روزونکو د بایسکل ځغلونې نوي قوانین، تکتیکونه او مسلکي زده کړې وکړې.
ښاغلی صادقي وایي چې له دې وروسته حارث حکیمي په هېواد کې ښځینه بایسکل ځغلوونکو ته د بایسکل چلونې نوي اصول او قوانین ور زده کوي.

۲۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه