د هرات د اسلام قلعه او تور غونډۍ له بندرونو د صادراتو کچه لوړه سوې.

کندهار ورځپاڼه (۸ليندۍ ٩٦):د هرات د اسلام قلعه او تور غونډۍ له بندرونو څخه د صادراتو کچه سږکال لوړه سوې ده.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس سعد خطیبي نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» رسنيو ته وویل چې د اسلام قلعه او تور غونډۍ د بندرونو له لارې په تېرو اتو مېاشتو کې ۳۳۵۶۳ ټنه بېلابېل توکي بهر ته صادر سوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.
ښاغلی خطیبي وايي، دغو صادراتي توکو د څه باندې ۳۰ مېلیونه ډالره ارزښت درلود.
نوموړی وايي چې د اټکل له مخې به د روان کار تر پایه له هراته نېږدې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره سي.

۳۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه