له افغانستان پاکستان ته د ګازو پر لېږد بندیز ولګېد

Gaz
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۹ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د مالیې وزارت د وړاندېز او د ولسمشر د حکم پر بنسټ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې پاکستان ته دې د ګاز د صادراتو مخه ونیسي.
په فرمان کې راغلي چې په هېواد کې د ژمي موسم په را رسېدو سره د ګازو بیه لوړه شوې ده او د بیو د کنټرول په موخه باید پاکستان ته د ګازو د صادراتو مخه ونیول شي. مالیې وزارت هم ویلي چې په دې سره به بیې را ټيټې شي. پاکستان ته د ګازو صادرات د ۱۳۹۷ کال تر حمل پورې ځنډول شوي دي. افغانستان ته تر ډېره له ایران او ترکمنستان وارېدېږي چې بیا پاکستان ته هم صادرېږي.

۶۲۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه